Aller au contenu
PodcastsDrameد يو مسافر سفر

د يو مسافر سفر

Pashto Radio
د يو مسافر سفر
Dernier épisode

21 épisodes

  • د يو مسافر سفر

    Entering the City of God

    21/04/2022 | 30 min
    مسافران د بيلوه زمکې ته ورسيږى او هلته ځلېدونکو کسانو سره ملاو شى څوک چې هغوئ د يو درياب خوا ته بوځى د کوم نه چې د هغوئ تېرېدل وُو. مسيحى په ډوبېدو شى او روح هغۀ ته د هغۀ د زړو ګناهونو په حقله خبرې کوى خو اُميدوار د هغۀ ډاډګيرنه وکړى او هغه ترېنه راوباسى. هغوئ د صيون په غرۀ وخيژى او په دروازه ور دننه شى او ښار ته روان شى. لاپرواه د وردننه کېدو کوشش کوى خو هغۀ ته اجازت ملاو نۀ شى. مسيحى او اُميدوار د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې داخل شى. ليکونکې بيا راويښ شى او دا ټول يو خوب وى.
    کله چې يو کس په مصيبت کښې وى، بل دې د هغۀ مرسته وکړى.
    په مالک کښې مضبوط شئ.
    د خُدائ پاک ښار زمونږ منزل دے.
  • د يو مسافر سفر

    About Backsliders

    20/04/2022 | 28 min
    يو ځل بيا هغوئ لاپرواه سره ملاو شى او په سختئ سره د هغۀ ازمېښت کوى او دا معلومه کړى چې هغه اوس هم په خپل کارونو باور کوى او هېڅ کله يې هم په مسيح باندې باور نۀ دے کړے او هغه د خُدائ پاک ويره کوم چې د ګناه د سزا په وجه پېدا کيږى، هغه د توبې خوا ته بيا بوتلے شى. اُميدوار بيا د وروستو کېدو دليلونه بيانوى. د دې مطلب د زړۀ په مکمل توګه نۀ بدلېدل، د انسان ويره، غرور او د عدالت لاپرواهى کول دى. اُميدوار د خلقو د وروستو کېدو د قدمونو په حقله خبرې کوى.
    مونږ دې يوازې په مسيح باور لرو.
    د خُدائ پاک ويره د حکمت شروع ده.
    وروستو کېدونکى په خپله مرضۍ روان وى.
  • د يو مسافر سفر

    Hopeful remembers Faithful

    19/04/2022 | 22 min
    هغوئ يو بې دينه سړى سره ملاو شى څوک چې په هغوئ ټوکې کوى او ورته وائى چې داسې هېڅ ښار نشته ځکه چې هغۀ داسې څۀ ليدلى نۀ دى. هغوئ د جادو زمکې ته راشى او اُميدوار د ايماندار او خپل ملګرتيا په حقله خپله ګواهى هغې ته واورئ چې څنګه روحُ القدس او د خُدائ پاک کلام د هغوئ زړونه بدل کړل او توبه ګار شو او خپل ګناهونه يې پرېښودل.
    ايمان په ناليدلى څيزونو د باور کولو ثبوت دے.
    زمونږ خپله ګواهى طاقت لرى.
    په پوره توګه بدلېدل ضرورى دى.
  • د يو مسافر سفر

    Leviathan

    18/04/2022 | 22 min
    مسيحى اُميدوار ته د لږ ايمان او عيسو تر مينځه د جنګ په وخت د زړَورتيا فرق، د جوليټ د طاقت او د جنګى اس تر مينځه د فرق وضاحت وکړو او خبردارے يې ورکړو چې د حد نه زيات په ځان باور ونۀ کړې. چاپلوسى هغوئ دوکه کړى او په جال کښې يې راګېر کړى خو مدد راشى او هغوئ آزاد کړى.

    بغېر ايمان نه لږ ايمان ښۀ دے.

    په جنګ کښې د سړى پته لګى.

    د چاپلوسو نه ځان ساتئ.
  • د يو مسافر سفر

    The Delectable Mountains

    17/04/2022 | 28 min
    د نور په رڼا کښې هغوئ د بادشاهانو په لار واپس روان شول او ښائسته غرونو ته ورسېدل چې شپونکى، علم، تجربې، بېدار او وفادار سره ملاو شى، څوک چې هغوئ ته د غلطۍ غر او د احتياط غر وښائى، او څۀ نور خبردارى او هغه خلق ورته وښائى کوم چې ورک شوى او بې لارې شوى وُو. هغوئ لاپرواه سره ملاو شى څوک چې په خپل کار باور لرى او د لږ ايمان په حقله خبرې کوى څوک چې په لاره ډاکوانو لوټ کړے وو.
    د بادشاهانو په لاره اوسئ.
    علم او تجربه ډاډ ورکوى.
    خُدائ پاک غواړى چې مونږ اِبليس وپېژنو.
Plus de podcasts Drame
À propos de د يو مسافر سفر
دا د سفر قيصه د يو مسيحى سفر کونکى په حقله ده. په دې سفر کښې هغه د هغه مسيحيانو او د خلقو ډاډګيرنه کوى کوم چې خپل ځانونه د اِبليس او د هغۀ د منصوبو نه ځان ساتل غواړى. دا قيصۍ د مسيحى سفر کونکى په لاره کښې پېښ شوى تکليفونو او ستونځو نه پس د سلامتۍ سره د آسمانى ښار ته د رسېدو قيصه شريکوى. The Pilgrim’s Progress is the story of one Christian traveler. During his journey, he encourages those Christian & people who want to keep themselves safe from Satan and his plans. This story also shows after sufferings and troubles Christian traveler safely reached to heavenly city.
Site web du podcast

Écoutez د يو مسافر سفر, Les Maîtres du mystère ou d'autres podcasts du monde entier - avec l'app de radio.fr

Obtenez l’app radio.fr
 gratuite

  • Ajout de radios et podcasts en favoris
  • Diffusion via Wi-Fi ou Bluetooth
  • Carplay & Android Auto compatibles
  • Et encore plus de fonctionnalités
د يو مسافر سفر: Podcasts du groupe
Applications
Réseaux sociaux
v8.11.10 | © 2007-2026 radio.de GmbH
Generated: 7/26/2026 - 7:02:59 PM